له پرونۍ نښتې وروسته پاکستان سره د افغانستان د سپین بولدک لاره تړل شوې

دوشنبه، د لړم ۲۳مه
کابل/ګهیځ: پرون یکشنبه (د لړم ۲۲مه) له قندهاره داسې راپورونه خپاره شول چې له پاکستان سره پر پوله د سپین بولدک دروازه کې افغان امنیتی ځواکونو او پاکستانی پوځیانو تر منځ نښته رامنځ ته شوې.
پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاری چې دواړه خواوې یو پر بل ډزې کوی.
که څه هم د نښتو دغه خپرې شوې ویډیوګانې په رسمی ډول د یوه لوری لخوا هم نه دی تایید شوی خو په کابل کې د حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته یاده نښته ناسمه پوهېدنه او یوه کوچنۍ پېښه بللې او په خبره یې “دا په محلی کچه ستونزه وه، کنټرول شوې او لویه شوې نه‌ ده. د دواړو خواوو مشران په جریان کې شوی او د ستونزې مخه یې نیولی.”
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هم رسنیو ته د دغې پېښې په اړه ویلی چې د غلط فهمۍ پر بنا دواړو خواوو پر یوه بل ډزې کړی خو دوی یې د اصلی لامل د پلټلو هڅې پیل کړی.
فارس خبری اژانس په خپل راپور کې ویلی، چې له دغې نښتې وروسته د سپین بولدک لار د هر ډول تګ را تګ پر مخ تړل شوې، چې زرګونه کسان یې دواړو خواوو ته بند پاتې دی.
سرچینې ویلی پاکستانی چارواکو وروسته له هغې د دروازې د تړلو پرېکړه کړې، چې وسله والو کسانو د افغانستان له خاورې پر پاکستانی پوځیانو ډزې وکړې.
د یادولو وړ ده چې تر اوسه په دغې نښته کې د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نشته.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.