له کندهاره د ۱.۵ میلیونه ډالرو به ارزښت انار صادر شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ویلی، سږ کال یې هند او پاکستان ته د یو اعشاریه پنځه میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت څه باندې ۳ زره ټنه انار صادر کړی.

د مسوولینو په خبره هڅه کوی، چې د دغه ولایت انار نورو هېوادونو ته هم صادر کړی.

بل لور کندهار کې د انارو بڼوال وایی، سږ کال د انارو حاصلات له ښه کېفیته برخمن دی، خو په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې ورته د پلور زمینې برابرولو غوښتنه کوی.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دغه ولایت کې پر شاوخوا ۱۵ زره هکټاره د انارو له باغونو په کلنی ډول ۲۸۴ زره ټنه انار ترلاسه کیږی.

د افغانستان او په ځانګړې توګه د کندهار مېوه د خپل طبیعی خوند او رنګ له کبله په ټوله نړۍ کې زیات غوښتونکی لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.