کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصادی کمېسیون په نوبتی ناسته کې چې د سرپرست حکومت د اقتصادی مرستیال په مشرۍ جوړه شوې، له کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې پر مسودې، په ساختمانی پروژو کې د غوری سمنټو پر کارولو، د خوست غلام خان او د کندهار سپین بولدک ګمرکونو ته د ځمکې د لېږد او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث شوی.
د خبر پر بنسټ دغه ناسته کې له هر اړخیز بحث وروسته له کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې مسوده تایید او د وروستۍ پرېکړې په موخه د ریاست الوزراء عالی مقام ته واستول شوه.
یاده کړنلاره د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادی ودې د پیاوړتیا او دغه راز کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه جوړه شوې، چې له مخې به یې په لومړی سر کې د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، د استخباراتو لوی ریاست او ورپسې ټولې ادارې او خلک د خپلو اړتیاوو د پوره کولو پر مهال یادو محصولاتو ته لومړیتوب ورکوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ