کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د اجباری کډوالو د راستنېدلو پروسه چټکه شوې.
د یاد وزارت مسلکی مرستیال دغه موضوع د ریاست الوزراء اداری مرستیال سره کتنه کې مطرح کړې ده.
نوموړی ویلی، د موقتی مېشتېدنې کمېټه په دې توانېدلې، چې دغه پروسه په ښه ډول مدیریت کړی.
بل لور د ریاست الوزرا اداری مرستیال د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالی کمېسیون موقتی مېشتېدنې کمېټې مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه دې زیاتې هڅې وکړی.
له یو کال راهیسې پاکستان او ایران هېوادونو هلته مېشت افغان کډوال په زور کډوالۍ کولو ته اړ کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ