له TTP سره د سولې خبرو په موخه د پاکستان قومی مشرانو بل پلاوی کابل ته راغلی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمری/اسد ۹مه او د جولای میاشتې ۳۱مه ڼېټه ده) د پاکستان د مذهبی مشرانو پلاوی له تګ سره سم د دغه هېواد یو بل پلاوی کابل ته را رسېدلی دی.
ډان ورځپاڼې ویلی، د قومی مشرانو په ګډون د پاکستان یو ۱۷ کسیز پلاوی له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرو په موخه د مذهبی مشرانو له راګرځېدو سره سم کابل ته رسېدلی دی.
له دې وړاندې د مفتی تقی عثمانی په مشرۍ تللی ۸ کسیز پلاوی په کابل کې د TTP له مشرانو او افغان چارواکو سره کتلی و.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د پلاوی د یوه غړی په حواله ویلی، چې تقی عثمانی پاکستانی طالبانو ته قناعت ورکړی، چې د دغه هېواد په اساسی قانون کې داسې کوم څه نشته چې هغه دې غیر اسلامی وبلل شی.
د سرچینې په وینا مفتی عثمانی، هغوی ته دا استدلال وکړ چې که TTP د قانون یو یا دوه بنده له اسلام سره په ټکر کې بولی، بیا هم د دې واک نه لری چې بدل یې کړی او یا یې پر وړاندې وسله واله مبارزه وکړی.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په دې تړاو پخپله مفتی تقی عثمانی، نه د پاکستان حکومت او نه هم تحریک طالبان پاکستان په رسمی ډول کومه تبصره کړې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.