کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو ویلی، چې د لومړی ځل لپاره یې د پوهنتونونو د څېړنیزو او علمی اثارو د معیاری کولو په موخه د Turnitin او ګرامرلی سافټویرونه وپېرل.
د یاد وزارت په وینا، دغه ګام به پوهنتونونو کې د مونوګرافونو، تېزیسونو او ترفیعی اثارو کېفیت لوړ کړی او همدا راز به د ادبی غلاوو د مخنیوی لپاره اغېزمن تمام شی.
لوړو زده کړو وزارت ټینګار کړی، چې یاد سافټویرونه به د استادانو علمی پرمختګ کې هم مهم رول ولوبوی او د تحصیلی څېړنو په برخه کې به نړیوال معیارونه پیاوړی کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ