لوړو زده کړو وزیر ځینو هېوادونو ته د تللو استادانو راوستو لپاره پلاوی لېږلی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلی، ځینو هېوادونو ته یې پلاوی استولی چې د پوهنتون استادان بېرته هېواد ته راوبلی.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه خبرې د بلخ پوهنتون له استادانو او محصلینو سره په غونډه کې کړی او زیاته کړې یې ده، سلګونه میلیونه افغانۍ د ښوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره ځانګړې شوی دی.
نوموړی وایی، له هېواده تللی ځینې استادان تکړه دی، نو دوی غواړی چې هغوی بېرته هېواد ته راستانه شی.
د لوړو زده کړو وزارت یو کال وړاندې هم بهر ته له تللو استادانو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شی، ځکه د راپورونو له مخې لږ تر لږه په کابل پوهنتون کې ځینې داسې څانګې شته چې له نیمایی ډېر ښوونکی یې له افغانستانه وتلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.