لوګر او نژدې ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته مالی او ځانی زیان اړولی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمری/اسد ۲۲مه او د اګسټ ۱۳مه نېټه ده) د لوګر سیمه ‌ییز چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د زمری په ۲۰مه د لوګر د مرکز «پل علم» په ځینې برخو کې سخت سېلابونه را وتلی و، پر مرګ ژوبله سربېره یې خلکو ته درانه مالی زیانونه هم اړولی.
باختر دولتی خبری آژانس په خپل ټویټر کې د لوګر د سیمه ‌ییزو چارواکو له خولې لیکلی چې د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د دریو ښځو په ګډون لس تنه مړه شوی دی.
د باختر آژانس د راپور له مخې دغو سیلابونو د استوګنې سلګونه کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه باغونه ویجاړ کړی دی.
په ورته وخت کې په خوست او وردګ ولایتونو کې هم تر سختو اورښتونو وروسته راوتلو سېلابو اووه کسان مړه کړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.