کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر پوهنې ریاست اړوند یوې همکارې مؤسسې د ۳۶۲ سیمه ییزو ټولګیو له ۷ زره ۴ سوه زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وکړه.
د مسوولینو په وینا دا درسي توکي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف لخوا برابر شوي وو، چې پر زده کوونکو ووېشل شول.
په دغو درسي توکو کې هر زده کوونکي ته د کتابونو یو بیک، ۱۰ کتابچې، ۱۰ قلمونه، ۵ پنسلونه، یو قلم تراش او یو پنسل پاک ورکړل شول.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/