کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر پوهنې ریاست اړوند یوې همکارې مؤسسې د ۳۶۲ سیمه ییزو ټولګیو له ۷ زره ۴ سوه زده کوونکو سره د درسی توکو مرسته وکړه.
د مسوولینو په وینا دا درسی توکی د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف لخوا برابر شوی وو، چې پر زده کوونکو ووېشل شول.
په دغو درسی توکو کې هر زده کوونکی ته د کتابونو یو بیک، ۱۰ کتابچې، ۱۰ قلمونه، ۵ پنسلونه، یو قلم تراش او یو پنسل پاک ورکړل شول.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ