معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې دوو ټرافیکې پېښو د اتو تنو ژوند واخیست

لوګر کې دوو ټرافیکې پېښو د اتو تنو ژوند واخیست

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۷ مه نېټه):
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد الله انس ويلي، د مرکز پل علم او د تېرې کوتل سیمو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې اته تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې، چې لومړۍ ترافیکي پېښه د مرکز پل علم اړوند په خضر سيمه کې شوې چې په کې پنځو تنو ژوند بایللی او دوه نور ژوبل دي.
دوهمه ترافیکي پېښه د پل علم او ګردېز ترمنځ د تېرې کنډو په سیمه کې د یوه مازدا موټر د چپه کېدو په پایله کې شوې، چې په کې دریو کسانو ژوند بایللی.
د هغه په وينا دواړه ترافیکي پېښې تېره ورځ مازیګر رامنځته شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس