کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۷ مه نېټه):
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد الله انس ویلی، د مرکز پل علم او د تېرې کوتل سیمو کې د دوو جلا ترافیکی پېښو په پایله کې اته تنه وژل شوی او دوه نور ټپیان دی.
نوموړی زیاته کړې، چې لومړۍ ترافیکی پېښه د مرکز پل علم اړوند په خضر سیمه کې شوې چې په کې پنځو تنو ژوند بایللی او دوه نور ژوبل دی.
دوهمه ترافیکی پېښه د پل علم او ګردېز ترمنځ د تېرې کنډو په سیمه کې د یوه مازدا موټر د چپه کېدو په پایله کې شوې، چې په کې دریو کسانو ژوند بایللی.
د هغه په وینا دواړه ترافیکی پېښې تېره ورځ مازیګر رامنځته شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ