کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلی، چې د تېر کال په پرتله د تازه مېوو حاصلات په لوګر کې ۲۱ سلنه زیات شوی دی.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ویلی، سږ کال له ۳۹ زره ۷۷۳ جریب بڼوڼو څخه، ۴۶۷ زره او ۲۷۲ ټنه حاصلات ترلاسه شوی، چې د تېر کال په پرتله د تازه مېوو په حاصلاتو کې ۲۱ سلنه زیاتوالی ښیی.
نوموړی زیاته کړې، چې د مېوه جاتو په حاصلاتو کې د زیاتوالی اصلی لاملونه په دې ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوری د بڼوالۍ میکانیز کولو، د بڼوالو لاسنیوی او پر سلګونو بڼوالو د بڼوالۍ اړوند وسایلو وېشل دی.
دی وایی، د اوسنی حکومت په راتګ سره لوګر کې ۷ سوه جریبه ځمکه باندی نوی بڼوڼه جوړ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ