کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر امنیتي مسوولینو ویلي، چې د کابل – لوګر پر لویه لار د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله لس تنه ټپیان شوي.
د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت ویلي، د مرکز پل علم ښار اړوند په خواجه محمد اکبر سیمه کې دوو ټوډي او دوو سراچه موټرو ټکر کړی دی.
په دې پېښه کې اته کسان ټپیان شوي دي.
د ولایتي مسوولینو په خبره دوهمه پېښه د کابل – لوګر پر لویه لار د کلنګار سیمه کې د یوې ریکشا او سراچه موټر د ټکر له امله شوې.
په دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان ټپیان شوي دي.
د یادو ترافیکي پېښو د ځینې ټپيانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی او د ښې درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي. د دغو پېښو لامل د موټر چلوونکو ګړندی تګ او بې غوري په ګوته شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/