لوګر کې د دوو ترافیکی پېښو له امله ۱۰ تنه ټپیان شول

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر امنیتی مسوولینو ویلی، چې د کابل – لوګر پر لویه لار د دوو جلا ترافیکی پېښو له امله لس تنه ټپیان شوی.

د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت ویلی، د مرکز پل‌ علم ښار اړوند په خواجه محمد اکبر سیمه کې دوو ټوډی او دوو سراچه موټرو ټکر کړی دی.

په دې پېښه کې اته کسان ټپیان شوی دی.

د ولایتی مسوولینو په خبره دوهمه پېښه د کابل – لوګر پر لویه لار د کلنګار سیمه کې د یوې ریکشا او سراچه موټر د ټکر له امله شوې.

په دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان ټپیان شوی دی.

د یادو ترافیکی پېښو د ځینې ټپیانو روغتیایی حالت نازک ښودل شوی او د ښې درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوی دی. د دغو پېښو لامل د موټر چلوونکو ګړندی تګ او بې غوری په ګوته شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.