معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې د لومړي ځل لپاره د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کبانو د تولید دولتي فارم جوړیږي

لوګر کې د لومړي ځل لپاره د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کبانو د تولید دولتي فارم جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لومړۍ ځل لپاره د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست لخوا د نږدې ٣ میلیونه افغانیو په ارزښت د کبانو د تولید او روزنې دولتي فارم د جوړولو کاري چارې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ، د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس سید امین هاشمي ویلي، د کبانو د تولید او روزنې دغه دولتي فارم د دوه جریبه ځمکې پر سر د دوه نیمو میاشتو په موده کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړیږي.
په ورته مهال د کرنې ریاست د مالدارۍ آمر ویلي، دغه فارم دوه حوضونه لري، چې په یوه وخت کې به د ٦ زرو کبانو د ساتلو او روزلو ظرفیت ولري او د یوه کال په موده کې به څلور ټنه د ماهیانو غوښه بازار ته وړاندې کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس