کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لومړۍ ځل لپاره د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست لخوا د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کبانو د تولید او روزنې دولتی فارم د جوړولو کاری چارې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ، د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس سید امین هاشمی ویلی، د کبانو د تولید او روزنې دغه دولتی فارم د دوه جریبه ځمکې پر سر د دوه نیمو میاشتو په موده کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې وزارت له پراختیایی بودیجې څخه جوړیږی.
په ورته مهال د کرنې ریاست د مالدارۍ آمر ویلی، دغه فارم دوه حوضونه لری، چې په یوه وخت کې به د ۶ زرو کبانو د ساتلو او روزلو ظرفیت ولری او د یوه کال په موده کې به څلور ټنه د ماهیانو غوښه بازار ته وړاندې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ