معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې د ماین چاودنې له امله درې ولسي وګړي ووژل شول

لوګر کې د ماین چاودنې له امله درې ولسي وګړي ووژل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۳۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله درې تنه ولسي وګړي ووژل شول.
د لوګر د والي ویاند ویلي، د یادې پېښې قربانیان د خوښۍ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي وو، چې تېره ورځ د محمدآغې ولسوالۍ اړوند زرغون ښار په سيمه کې یو ناچاوده ماین چاودنه پرې شوې، چې یوه مېرمن او دوه تنه نارینه یې وژلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه ماين د روسانو د يرغل له وخت څخه پاتې وو.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ډېری ملکي وګړي یې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله قرباني ورکوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس