کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۳۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د ماین د چاودنې له امله درې تنه ولسی وګړی ووژل شول.
د لوګر د والی ویاند ویلی، د یادې پېښې قربانیان د خوښۍ ولسوالۍ اصلی اوسېدونکی وو، چې تېره ورځ د محمدآغې ولسوالۍ اړوند زرغون ښار په سیمه کې یو ناچاوده ماین چاودنه پرې شوې، چې یوه مېرمن او دوه تنه نارینه یې وژلی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې دغه ماین د روسانو د یرغل له وخت څخه پاتې وو.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ډېری ملکی وګړی یې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله قربانی ورکوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ