معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې د وراداتي برېښنا د نښلولو چارې پیل شوې

لوګر کې د وراداتي برېښنا د نښلولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د وارداتي برېښنا د نښلولو چارې پیل شوې.

د څرخ ولسوال ویلي، په دغه ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا نښلولو چارې پیل شوې چې تر راتلوونکو لسو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې ترڅنګ به یو شمېر نورې پراختیایي پروژې هم په دغه ولسوالۍ کې پیل شي.

په ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغې پروژې د پیل له چارو خوښي ښودل او د یادې برېښنا په نښلولو سره به یې ستونزې حل او په بېلابېلو برخو کې به ورته اسانتیاوې رامنځته شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس