کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د وارداتی برېښنا د نښلولو چارې پیل شوې.
د څرخ ولسوال ویلی، په دغه ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت په مالی ملاتړ د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا نښلولو چارې پیل شوې چې تر راتلوونکو لسو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شی.
نوموړی زیاته کړې، چې د یادې پروژې ترڅنګ به یو شمېر نورې پراختیایی پروژې هم په دغه ولسوالۍ کې پیل شی.
په ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغې پروژې د پیل له چارو خوښی ښودل او د یادې برېښنا په نښلولو سره به یې ستونزې حل او په بېلابېلو برخو کې به ورته اسانتیاوې رامنځته شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ