کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر ولایتی چارواکو ویلی، چې د نوی ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې به د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړې شی.
د دغه ولایت والی پلعلم کې د مرکز پل علم او ولسوالیو د محاکمو له مسوولینو سره په یوه ناسته کې ویلی، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د ځانګړی حکم له مخې د محمداغې، خوښۍ، بره کی برک، ازرې، څرخ او خروار ولسوالیو محاکمو ته اداری ودانۍ جوړیږی.
نوموړی زیاته کړې، چې د ولسوالیو محاکمو لپاره ودانۍ به د یوه کال په ترڅ کې د سرپرست حکومت د پراختیایی بودیجې څخه جوړې شی.
د ده په خبره دغه ودانۍ به د ولسوالۍ په کچه د یوې محکمې ټولې اداری اړتیاوې بشپړې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ