لوګر کې سېلابونو بزګرانو ته درانه مالی زیانونه اړولی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې سېلابونو بزګرانو ته درانه مالی زیانونه اړولی دی.

د خبر پر بنسټ دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو شاوخوا ۱۳۰ جریبه کرنیزه ځمکه چې پرې د غنمو، لوبیا، کچالو او ځینې نور حبوبات کرل شوې وو، لمنځه وړی دی.

د یاد ولایت ځایی چارواکی دغه راز زیاتوی، چې د دې زیانونو تر څنګ وروستیو سیلابونو ۱۱ جریبه مېوه‌ لرونکی او غیر مېوه‌ لرونکی باغونه هم لمنځه وړی دی.

تېره میاشت هم د لوګر په خروار ولسوالۍق کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله څه باندې ۳ سوه جریبه کرنیز فصلونه لمنځه تللی وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.