کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د تېرې اونۍ راهیسې په مرکز پلعلم او یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو کې د پرلپسې اورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۱۳ سوه جریبه کرنیز فصلونه لهمنځه تللي دي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول ویلي، وروستیو اورښتونو په مرکز پلعلم، خروار، برهکي برک، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې بزګرانو ته درانه زیانونه اړولي دي.
د مسوولینو په وینا د اورښتونو له امله شاوخوا ۱۳سوه جریبه کرنیز فصلونه چې په ډېری ځمکه یې غنم، پياز، کچالو او هوږه کرل شوې وه، لهمنځه تللي دي.
د دوی په خبره د اورښتونو له امله شاوخوا سل لوی او واړه څاروي هم تلف شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/