کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلی، چې د تېرې اونۍ راهیسې په مرکز پلعلم او یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو کې د پرلپسې اورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۱۳ سوه جریبه کرنیز فصلونه لهمنځه تللی دی.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتی مسوول ویلی، وروستیو اورښتونو په مرکز پلعلم، خروار، برهکی برک، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې بزګرانو ته درانه زیانونه اړولی دی.
د مسوولینو په وینا د اورښتونو له امله شاوخوا ۱۳سوه جریبه کرنیز فصلونه چې په ډېری ځمکه یې غنم، پیاز، کچالو او هوږه کرل شوې وه، لهمنځه تللی دی.
د دوی په خبره د اورښتونو له امله شاوخوا سل لوی او واړه څاروی هم تلف شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ