معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې پنځه لرغونې سیمې کشف شوې دي

لوګر کې پنځه لرغونې سیمې کشف شوې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د پنځو لرغونو سیمو د کشف خبر ورکړی دی.
د خبر پر بنسټ، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، چې یادې سیمې یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهنې ریاست مسلکي پلاوي او د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ کشف کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ‏دغه لرغونې سیمې د یاد ولایت مرکز پل عالم په ګډون خوښۍ، برکي برک او څرخ ولسوالیو کې موقعیت لري.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو په وینا یادې سیمې د اسلام څخه وړاندې دورو پورې تړاو لري.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یاد ولایت کې یو لرغونې سیمه کشف شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس