کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د پنځو لرغونو سیمو د کشف خبر ورکړی دی.
د خبر پر بنسټ، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلی، چې یادې سیمې یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهنې ریاست مسلکی پلاوی او د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ کشف کړې دی.
نوموړی زیاته کړې، چې دغه لرغونې سیمې د یاد ولایت مرکز پل عالم په ګډون خوښۍ، برکی برک او څرخ ولسوالیو کې موقعیت لری.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو په وینا یادې سیمې د اسلام څخه وړاندې دورو پورې تړاو لری.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یاد ولایت کې یو لرغونې سیمه کشف شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ