کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر پوهنې ریاست مسوولینو ویلی، چې د دې ولایت مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو ته څه باندې ۵ زره زده کوونکو سره د درسی موادو مرسته وشوه.
د پوهنې ریاست ویاند ویلی، چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونسېف لخوا د دې ولایت ۲۷۶ ښوونځیو له ۵ زره ۴۲۰ زده کوونکو سره شوی، چې په کې لس قلمه اړین درسی توکی شامل دی.
خبر زیاتوی، چې پر دغې برخې شاوخوا ۲۳ زره امریکایی ډالره ارزښت راغلی.
د مسوولینو په وینا دې مرسته کې ۲۷۱ کیټه درسی توکی شامل دی، چې له لومړی څخه تر شپږم ټولګی زده کوونکو ته به وېشل کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ