لوګر کې یو کس د یو میلیون افغانیو په شخصی لګښت د یو ښوونځی ودانۍ جوړوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایی، چې د دې ولایت د مرکز اړوند هارون خېلو په سیمه کې د یوه کس په شخصی لګښت د هلکانو او نجونو یوه ښوونځی ته ودانۍ جوړیږی.
د پوهنې ریاست د مسوولینو په وینا، دغه ښوونځی د همایون بهادر لخوا د شاوخوا یو میلیون افغانیو په شخصی لګښت د راتلونکو دوو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسی ډول جوړیږی، چې شپږ درسی ټولګی او یوه اداری خونه به ولری.
په یاد ښوونځی کې نږدې څلور سوه زده کوونکی د ودانۍ نشتون له امله په خېمو کې خپلې زده کړې کوی، چې د ودانۍ په جوړېدو سره به یې د درسی ټولګیو د نه شتون ستونزه هواره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.