کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر ولایتي چارواکو ویلي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګریز مارکېټونه جوړیږي.
د لوګر د کور او ښار جوړولو ریاست رییس مطیعالله ذاهد د پل علم په یوه غونډه کې ویلي، چې د مرکز پل علم، بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې به یاد سوداګریز مارکېټونه جوړ شي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مارکېټونه د سوداګرۍ ودې، اقتصادي پراختیا او د کسبګرو د ملاتړ لپاره په اساسي توګه طرحه شوي او د عملي کارونو د پیل لپاره یې ټول تخنیکي چمتووالی نیول شوی دی.
چارواکي ټینګار کوي، چې د دې مارکېټونو جوړېدل به نه یوازې د محلي سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي؛ بلکې د لوګر ولایت د اقتصادي وضعیت پر پیاوړتیا هم مثبت اغېز وکړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/