لوګر کې ۱۳ سوداګریز مارکېټونه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر ولایتی چارواکو ویلی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوری د دغه ولایت په مرکز پل‌ علم او ولسوالیو کې ۱۳ معیاری سوداګریز مارکېټونه جوړیږی.

د لوګر د کور او ښار جوړولو ریاست رییس مطیع‌الله ذاهد د پل‌ علم په یوه غونډه کې ویلی، چې د مرکز پل‌ علم، بره‌ کی‌ برک او څرخ ولسوالیو کې به یاد سوداګریز مارکېټونه جوړ شی.

نوموړی زیاته کړې، چې دا مارکېټونه د سوداګرۍ ودې، اقتصادی پراختیا او د کسبګرو د ملاتړ لپاره په اساسی توګه طرحه شوی او د عملی کارونو د پیل لپاره یې ټول تخنیکی چمتووالی نیول شوی دی.

چارواکی ټینګار کوی، چې د دې مارکېټونو جوړېدل به نه یوازې د محلی سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړی؛ بلکې د لوګر ولایت د اقتصادی وضعیت پر پیاوړتیا هم مثبت اغېز وکړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.