کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۲مه نېټه):
د نورستان ولایت مسوولین وایی، د دغه ولایت په منډول او دواب ولسوالیو کې سختو بارانونو د شدید اورښت او سیلابونو له امله ځایی خلکو ته درانه مالی زیانونه اوښتی دی.
نورستان کې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت د لوېدیځ نورستان په منډول او دواب ولسوالیو کې سېلابونو درې عرادې موټرې، غواګانې، بزی او په لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه وړې او یو روغتیایی مرکز او یو شمیر کورونه یې هم تخریب کړی دی.
د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس په منډول او دواب ولسوالیو کې له خپل اړخه د پوره چمتوالی ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې سیمې ته به ډېر ژر خپل ټیمونه د مرستو رسولو په موخه ولېږلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ