معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لۀ دې وروسته حکومتي چارواکي نشي کولی چې د قراردادونو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي

لۀ دې وروسته حکومتي چارواکي نشي کولی چې د قراردادونو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۹ مه نېټه):
د چارو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د سرپرست افغان حکومت امیر په یو فرمان کې ویلي، حکومتي چارواکي او مامورین له دې وروسته نشي کولی چې د تدارکاتو او نورو قراردادونو د رونټیا په موخه د وزارتونو او ادارو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د فرمان له مخې چارواکي او مامورین نه شي کولی چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چاور د تدارک، کان‌ کیندنې او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه ګډون وکړي.
د یاد فرمان په دوهمه ماده کې هغه خصوصي شرکتونه چې چارواکي او مامورین په کې ګډونوال او یا مسوول وي، هم د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شوي حکم تابع ګڼل شوي دي.
دوی ویلي، چې دغه فرمان د توشیح له نېټې وروسته نافذ او رسمي جریده کې د خپرېدو وړ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس