لۀ دې وروسته حکومتی چارواکی نشی کولی چې د قراردادونو په داوطلبۍ کې ګډون وکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۹ مه نېټه):
د چارو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلی، چې د سرپرست افغان حکومت امیر په یو فرمان کې ویلی، حکومتی چارواکی او مامورین له دې وروسته نشی کولی چې د تدارکاتو او نورو قراردادونو د رونټیا په موخه د وزارتونو او ادارو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړی.
د فرمان له مخې چارواکی او مامورین نه شی کولی چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چاور د تدارک، کان‌ کیندنې او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه ګډون وکړی.
د یاد فرمان په دوهمه ماده کې هغه خصوصی شرکتونه چې چارواکی او مامورین په کې ګډونوال او یا مسوول وی، هم د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شوی حکم تابع ګڼل شوی دی.
دوی ویلی، چې دغه فرمان د توشیح له نېټې وروسته نافذ او رسمی جریده کې د خپرېدو وړ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.