لیبیا کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۱۲ زرو څخه واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۵ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې لیبیا کې د تېرې یکشنبې شپې د سېلابونو له امله تر دې مهاله د ۱۲ زرو څخه زیات کسان مړه شوی او تر ۲۰ زرو ډېر نور لاهم ورک دی.
ځایی مسوولینو دغو رسنیو ته ویلی، چې د ژغورنې او جسدونو د راوېستلو عملیات یې لا هم روان دی.
لیبیا کې دغه مرګونې پېښه وروسته ترهغې رامنځته شوه، چې په درنا ښار کې د ډانیال په نوم ځواکمن مدیترانې توپان د اوبو دوه بندونه مات کړل.
د اطلاعاتو له مخې په درنا ښار کې نږدې سل زره کسان اوسېدل چې له پېښې ژوندی یې اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دی.
لیبیایی چارواکو ویلی، په ټول هېواد کې یې د وروستیو اورښتونو، توپان او سېلابونو له امله یو میلیون کسان زیانمن شوی، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لری.
که څه هم ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو مرستندویو ادارو زیانمنو سره د مرستې لپاره وردانګلی، خو د پېښې لویوالی ته په کتو ځایی مسوولینو د لا ډېرې مرستې غوښتنه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.