مالیې وزارت وایی، روان کال د ۹۴ زره ټنه قاچاقی توکو مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مالیې وزارت ویلی، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په ۶ ولایتونو کې د څه باندې ۹۴زره ټنه قاچاقی توکو مخه نیولې ده.
مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د یاد وزارت کارکوونکو د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کی د کندهار، نیمروز، خوست، پکتیا، هلمند او د ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو برخو کې د ۹۴ زره ۱۱۶ ټنه بې کېفیته او ممنوعه طبی، زراعتی او یونانی درمل، خوراکی او نشه یی توکی چې په قاچاقی ډول له پاکستان څخه افغانستان ته را واردېدل، مخنیوی کړی دی.
دغې وزارت ویلی، اوسمهال د هېواد په ټولو لویو لارو کې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست ګرځنده څارنې ټیمونه فعال دی او چاته اجازه نه ورکوی، چې قاچاقی او ممنوعه توکی هېواد ته را ولېږدوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.