مالی خان: په ټول ځواک له خبریالانو ملاتړ کوو

د لوګر والی حاجی مالی خان وایی، رسنۍ چې د حکومت او ملت تر منځ د پُل حیثیت لری، دوی یې په هره برخه کې بشپړ ملاتړ کوی.

سې شنبه (د لړم ۲۵مه) د لوګر د خپلواکو خبریالانو ټولنې او د باران میډیا ګروپ غړو د لوګر لپاره د نوی حکومت له والی حاجی مالی خان سره کتلی او د رسنیو پر فعالیت او د خبریالانو د خوندیتوب او ستونزو په اړه یې ور سره خبرې کړی دی.

د باران میډیا ګروپ مشر مطیع الله سرور په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی د خپل مسلک له لارې د هېواد او بادۍ په برخه کې له دولت سره بشپړې همکارۍ ته ژمن دی خو اسلامی امارت دې د دوی ملاتړ وکړی.

نوموړی زیاته کړه: ” رسنۍ د ولس سر او سترګې دی. مونږ به د هیواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره له تاسې سره یو ځای همکار پاتې شو. د ولس ستونزې به تر تاسې او ستاسو پیغام به تر ولسه رسوو”.

سرور ټینګار وکړ، چې اسلامی امارت دې اطلاعاتو ته د لاسرسی په برخه کې اسانتیاوې راولی.

دا په داسې حال کې ده، چې پر ټول افغانستان د اسلامی امارت تر ولکې وروسته رسنۍ او خبریالان اطلاعاتو د لاسرسی په برخه کې له ستونزو کړېږی خو والی مالی خان وایی، چې دوی به په خپل ټول ځواک له رسنیو ملاتړ کوی.

نوموړی زیاته کړه ” د ا.ا.ا. د رسنیو مخالف نه دی، هغه څه چې اړین دی او د ولس په ګټه دی باید انعکاس ورکړل شی. مونږ له تاسو غواړو، چې اسلامی او ملی ګټو ته ژمن پاتې شئ او خپلو دندو ته د ولس لپاره په آزاده او خپلواکه توګه دوام ورکړئ”.

د یادولو وړ ده چې د لوګر والی او د دغه ولایت د خپلواکو خبریالانو ټولنه د خبریالانو پر ستونزو، مصؤنیت، اطلاعاتو ته د لاسرسی او پر نورو اړینو موضوعاتو د بحث لپاره د ورته ناستو پر جوړولو هوکړه وکړه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.