په مالیزیا کې د افغانستان سفیر محب الرحمن سپین غر د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړی استازی احمد اعظم سره کتلی دی.
د باختر دولتی آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې، چې هلته په مالیزیا کې په افغان سفارت کې شوې، احمد اعظم ترکیې او قطر ته د خپل سفر پایلې له افغان سفیر محب الرحمن شریکې کړې او د ژمی تر رارسېدو مخکې یې د افغانستان خلکو ته د درملو، طبی وسایلو، خوراکی او د اړتیا وړ نورو توکو په ګډون یې د بشری مرستې پر مالونو بار د ېوې الوتکې د استولو ژمنه وکړه.
هغه خبرداری ورکړ، چې د مالیزیا د سولې نړېوال بنسټ په پام کې لری چې ډېر ژر په کابل کې یو لوی مرستندوی مرکز پرانیزی.
تمه کېږی چې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار به له سیمه ییزو سفرونو وروسته ډېر ژر کابل ته هم سفر وکړی.
گهیځ