کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۸ مه نېټه):
مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې د افغانستان د ټولو ګمرکونو له لارې هغو بشری مرستو ته چې معافیت ورته ورکړل شوی، شمېر یې ۱۴ زره او ۳۰۶ محمولو ته رسیږی.
د دغو محمولو ټولیز وزن یو میلیون ۶۱ زره ۵۶۰ ټنه کیږی چې ګمرکی ارزښت یې هم ۱۶۴ میلیارده افغانۍ دی.
یاد وزارت بیا ځل د بشری مرستو په برخه کې ټولو فعالیت کوونکو بهرنیو موسسو او انجیوګانو ته د ګمرکی معافیت خبر ورکړ.
دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې یو وار بیا د سیګار وروستی راپور رد کړ چې د امریکا کانګرېس ته یې په افغانستان کې له بهرنیو بنسټونو او انجیوګانو څخه د مالیاتو اخیستو په تراو ناسم معلومات وړاندی کړی وو.
خبرپاڼه زیاتوی، مالیې وزارت په افغانستان کې بهرنیو بنسټونو ته د دوی د بشری فعالیتونو ترسره کولو په برخو کې د پام وړ مالیاتی اسانتیاوې رامنځته کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ