کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت ویلی، چې له بهرنیو ګڼو بندیزونو سره – سره ۱۴۰۲ مالی کال د افغانستان لپاره له مالی او اقتصادی اړخه د بریالیتوبونو او لاسته راوړنو څخه ډک وو.
یاد وزارت ویلی، په تېر مالی کال کې د ملی عوایو په شفاف ډول راټولو ترڅنګ ملی بودیجه په ګټوره توګه مدیریت شوې او د دولت ټول عادی او پراختیایی لګښتونه چې د وړم کال په پرتله زیات وو، په ټاکلی وخت اجرا شوی دی.
دې وزارت زیاته کړې، چې د ملی بودیجې پر مټ د یو لړ اقتصادی پروژو په پلی کولو سربېره سوداګرۍ هم پراختیا موندلې او په ټولیز ډول د تېر کال په پرتله د هېواد اقتصادی وضعیت ښه شوی دی.
په ورته مهال د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، چې د ۱۴۰۲ مالی کال له ګټورو تجربو څخه به په روان ۱۴۰۳ مالی کال کې د ملی اقتصاد د لا پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو مهمو برخو کې ګټه واخیستل شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ