کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه):
د مالیې وزارت ویلی، له قراردادیانو پرته به د ټولو دولتی مامورینو د کب میاشتې معاشونه د میاشتې په سر کې ورکول شی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، د کب میاشتې له پای ته رسېدو سره سم، روان ۱۴۰۱مالی کال ختمیږی او د راتلونکی مالی کال د بودجې تر تصویب پورې د مالیې وزارت د خزاینو د سیسټم فعالیت درېږی او بیا هېڅ ډول رسمی حوالې نه اجرا کیږی. سرچینې زیاته کړې، په همدې اساس د مالیې وزارت وغوښتل چې د له قراردادیانو پرته ټولو دولتی کارکونکو ته د کب میاشتې معاش د همدې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه اجرا کړی، څو د کب میاشتې د معاش په ورکړه کې احتمالی ځنډ رامنځته نشی.
خبرپاڼه کې د مالیې وزارت زیاته کړې، چط د قراردادی کارکوونکو معاش به د کب میاشتې له ۱۵مې څخه اجرا شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ