مالیې وزارت د تېر حکومت ۲.۷ میلیارده افغانۍ پور یې پرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت مسوولینو ویلی، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه له پرېکړې سره سم یې د تېر حکومت د یو شمېر بهرنیو بنسټونو له پاتې پورونو یې ۲.۷میلیارده افغانۍ پور ورکړل شوی دی.

د مالیې وزارت د خبر له مخې، دغو بهرنیو بنسټونو څخه نړیوال بانک ته څه کم ۹۱۰ میلیونه افغانۍ آسیایی بانک ته نږدې ۱.۹ میلیارده افغانۍ بېرته ورکړل شوې دی.

یاد وزارت ویلی، روان ۱۴۰۳ مالی کال یې د یو شمېر بهرنیو بنسټونو د پورونو د ورکړې په موخه له ملی بودیجې یوه اندازه پیسې ځانګړې کړې، چې د پور ورکوونکو بنسټونو له غوښتنې او د حکومت د رهبری له لارښوونې سره به یادو بنسټونو ته ورکړل شی.

دغه وزارت زیاته کړې، تېرو دریو کلونو کې سرپرست حکومت له هېڅ بهرنی هېواد یا بنسټ څخه پور نه دی اخیستی؛ بلکې هڅه کوی له تېر څخه ورپاتې پورونه هم له شوی قرارداد سره سم آدا کړی، څو افغانستان د هېڅ کوم بهرنی هېواد یا بنسټ پوروړی پاتی نه شی.

تر دې وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت هم ویلی وو، چې څلورو ګاونډیو هېوادونو ته یې د وارداتی برېښنا له درکه ۶۲۷ میلیونه ډالر پور ور خلاص کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.