معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مالیې وزارت د پیسو ترلاسه کولو په اړه د سیګار وروستی راپور رد کړ

مالیې وزارت د پیسو ترلاسه کولو په اړه د سیګار وروستی راپور رد کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۷ مه نېټه):
مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سیګار هغه راپور رد کړ، چې په کې ویل شوي، افغان حکومت له هغو انجیوګانو چې بشردوستانه مرستې کوي، د لايسنس فيس، مالياتو او اداري لګښتونو په نوم پیسې ترلاسه کوي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د مالیې وزارت د سیگار دغه راپور له حقيقت څخه لرې بولي او په کلکه يې ردوي.
دغه وزارت وړاندې ویلي، د مالیې وزارت ټولو هغو انجوګانو او بنسټونو ته چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې فعالیت کوي، ماليات معاف کړي دي.
دوی وایي، چې دغو برخو کې فعالیت کوونکو څخه افغان حکومت هېڅ راز مالیه او اداري مصارف نه اخلي.
اعلامیې وړاندې ویلي، په ټولو ګمرکونو کې د همدې انجیوګانو او بنسټونو د توکو پر واردولو، ګمركي تعارفې صفر دي او بې له کوم محصول څخه د دې بنسټونو توکي هېواد ته داخليږي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د امریکا کانګرېس ته په خپل ربعوار راپور کې ادعا کړې، چې سرپرست افغان حکومت په افغانستان کې له هغو انجیوګانو او بنسټونو څخه، چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې کار کوي، د لايسنس فیس، مالياتو او اداري لګښتونو په نوم پيسې ترلاسه کوي چې د دوی د عوایدو ستره برخه جوړوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس