کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۷ مه نېټه):
مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سیګار هغه راپور رد کړ، چې په کې ویل شوی، افغان حکومت له هغو انجیوګانو چې بشردوستانه مرستې کوی، د لایسنس فیس، مالیاتو او اداری لګښتونو په نوم پیسې ترلاسه کوی.
په اعلامیه کې راغلی، چې د مالیې وزارت د سیگار دغه راپور له حقیقت څخه لرې بولی او په کلکه یې ردوی.
دغه وزارت وړاندې ویلی، د مالیې وزارت ټولو هغو انجوګانو او بنسټونو ته چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې فعالیت کوی، مالیات معاف کړی دی.
دوی وایی، چې دغو برخو کې فعالیت کوونکو څخه افغان حکومت هېڅ راز مالیه او اداری مصارف نه اخلی.
اعلامیې وړاندې ویلی، په ټولو ګمرکونو کې د همدې انجیوګانو او بنسټونو د توکو پر واردولو، ګمرکی تعارفې صفر دی او بې له کوم محصول څخه د دې بنسټونو توکی هېواد ته داخلیږی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د امریکا کانګرېس ته په خپل ربعوار راپور کې ادعا کړې، چې سرپرست افغان حکومت په افغانستان کې له هغو انجیوګانو او بنسټونو څخه، چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې کار کوی، د لایسنس فیس، مالیاتو او اداری لګښتونو په نوم پیسې ترلاسه کوی چې د دوی د عوایدو ستره برخه جوړوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ