معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مالیې وزارت د ګمرکونو معیاري کولو ته ۶۰ سلنه بودیجه ځانګړې کړې

مالیې وزارت د ګمرکونو معیاري کولو ته ۶۰ سلنه بودیجه ځانګړې کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مالیې وزارت ويلي، چې دغه وزارت روان کال کې خپله انکشافي بودیجه ۶۰ سلنه د ګمرکونو د معیاري کولو لپاره ځانګړې کړې ده.
د مالیې وزارت د مسوولینو په وینا تېرو ۲۰ کلونو کې د هېواد د ګمرکاتو ساختماني برخو د معیارو کولو لپاره هېڅ کار نه دی شوی.
د مالیې وزارت د مسوولینو په وینا، دوی هڅه کوي چې د ګمرکونو د ظرفیتونو د لوړېدو تر څنګ د یو شمېر ګاونډيو هېوادونو سره ګمرکي فعالیتونه ۲۴ ساعتونو ته لوړ کړي.
دوی زیاتوي، چې د ګمرکونو معیاري جوړېدو سره به د سوداګرۍ، ټرانزېټ او نورو اقتصادي فعالیتونو په چارو کې جدي سمونونه او اسانتیاوې رامنځته شي.
په ورته وخت کې د هېواد خصوصي او ټرانسپورټي سکټورونو مسوولین هم د هېواد د ګمرکونو معیاري کول مهم ګڼي. دوی زیاتوي، د ګمرکونو معیاري کولو سره کېدلی شي، چې د هېواد په اقتصادي فعالیتونو کې د پراختیا لپاره زمینه برابره شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس