کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مالیې وزارت ویلی، چې دغه وزارت روان کال کې خپله انکشافی بودیجه ۶۰ سلنه د ګمرکونو د معیاری کولو لپاره ځانګړې کړې ده.
د مالیې وزارت د مسوولینو په وینا تېرو ۲۰ کلونو کې د هېواد د ګمرکاتو ساختمانی برخو د معیارو کولو لپاره هېڅ کار نه دی شوی.
د مالیې وزارت د مسوولینو په وینا، دوی هڅه کوی چې د ګمرکونو د ظرفیتونو د لوړېدو تر څنګ د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره ګمرکی فعالیتونه ۲۴ ساعتونو ته لوړ کړی.
دوی زیاتوی، چې د ګمرکونو معیاری جوړېدو سره به د سوداګرۍ، ټرانزېټ او نورو اقتصادی فعالیتونو په چارو کې جدی سمونونه او اسانتیاوې رامنځته شی.
په ورته وخت کې د هېواد خصوصی او ټرانسپورټی سکټورونو مسوولین هم د هېواد د ګمرکونو معیاری کول مهم ګڼی. دوی زیاتوی، د ګمرکونو معیاری کولو سره کېدلی شی، چې د هېواد په اقتصادی فعالیتونو کې د پراختیا لپاره زمینه برابره شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ