ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) د افغانستان د مالیې وزارت د دې لپاره چې بهر ته د ګول سیخ لېږدولو ته لا هواره شی، د پخوا په پرتله یې ۱۰ محصول را کم کړ.
د مالیې وزارت چارواکو ویلی د دې لپاره چې بهر ته په افغانستان کې د تولید شوی سیخ صادراتو ته لاره پرانستل شی او د اوسپنې ویلې کولو شرکتونه له مالی پلوه په ځان بسیا شی، دغه وزارت د سیخ ګول پر صادراتو د ۱۰ سلنه محصول لیرې کولو پرېکړه کړې.
مالیې وزارت له پاکستان سره هوکړه کړې چې دغه هېواد به هره میاشت په افغانستان کې تولید شوی زر ټنه ګول سیخ واردوی او هر ټن به له ۱۰ سلنه محصول پرته د ۹۰۰ امریکایی ډالرو په بدل کې پېری.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې یو ټن ګول سیخ په ۳۰۰ امریکایی ډالرو ګاوڼډیو هېوادونو ته صادرېده او وروسته بیا دا صادرات د صنعتکارانو د غوښتنې پر بنسټ بند شول.
گهیځ