کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د حکومت د امیر په هدایت د دغې لومړۍ حوالې چک د مالیې وزارت د کفیل او مالی معین له لوری لاسلیک او اجرا شو.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دې سره به لومړی قدم کې د حکومتی ادارو د کارمندانو د حمل “وری” میاشتی معاشونه او اړین لګښتونه اجرا شی.
د سرچینې په خبره، چې د ملی بودیجې له توشېح وروسته به د ۱۴۰۳ مالی کال د ټولو لګښتونو تأدیات هم په عادی ډول پیل شی.
تر دې یو ورځ وړاندې مالیې وزارت یو خبر کې ویلی وو، چې د حکومت د امیر د حکم له مخې به د ټولو دولتی کارمندانو د حمل یا وری میاشتې معاشونه له اختر وړاندې ورکول شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ