کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه یې پر یو شمېر واردېدونکو توکو ګمرکی تعرفه لوړه کړې ده.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت ویلی، دا پرېکړه یې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه او د سوداګرۍ او دولتی عوایدو د ودې اصل ته په کتو کړې ده.
پر هغو توکو چې مالیې وزارت تازه تعرفه لوړه کړې، اش او مکرونی، د کچالو چپس، تعمیراتی رنګ، نیمه پروسېس شوی بوتلونه، کاغذی دستمال، کارتن، پایزار، د اوبو کولر، خاورین لوښی، د درملو خام مواد او د التونسا پوډر شامل دی، چې له ۵ څخه تر ۲۰ سلنې پورې پرې ګمرکی تعرفه لوړه شوې.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د تعرفې کمېټې دوهمه ناسته کې همداراز په سوداګریزو چارو کې د اسانتیا په موخه د یو شمېر توکو لپاره د تعرفې ملی کوډونو پر جوړېدو هم هوکړه کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ