مالیې وزارت په یو کال کې د ۱۵۱ میلیارده افغانیو عوایدو له راټولولو خبر ورکړی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمری/اسد ۸مه او د اګسټ میاشتې ۳۰مه نېټه ده)د مالیې وزارت د عوایدو عمومی رییس معراج محمد معراج نن ملت ته د حساب ورکولو غونډې ته په خبرو کې وویل چې له نړیوالو بندیزونو او اقتصادی ستونزو سربېره یې د افغانستان بودجه له کورنیو عوایدو تمویل کړې ده.
هغه وویل، چې د تېر کال له وږی میاشتې څخه تر دې مهاله یې ۱۵۱ میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړی دی.
د ښاغلی معراج په وینا، د عوایدو د راټولولو چارې تر ډیره بریده د برېښنایی حکومتولۍ له لوری پر مخ بیایی او مالیه ورکوونکو ته یې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړی دی.
نوموړی څرګنده کړې، چې ا.ا د روان کال له وری بیا تر وږی میاشتې ۷۴ میلیارده او ۹۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی او د تېر کال له وږی بیا د سږ کال تر وږی میاشتې پورې یې د عوایدو ټوله کچه ۱۵۱ میلیارده افغانیو ته رسېدلې ده.
د مالیې وزارت چارواکی وایی چې له کاروبارونو سره د مرستې په موخه یې د اصنافو مالیه له ۱.۵ سلنې څخه ۰.۵ سلنې ته راکمه کړې او د مالیو ورکړې ته د کاروباریانو د هڅولو په موخه یې د تېرو کلونو مالیاتی جرایم هم بښلی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.